تازه خبرونه
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې پر پولیسو چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزی وایي، چې، د ګردیز ښار د پولیسو پر رنجر موتر چاودنه رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په چاودنه کې یو پولیس ټپي شوی دی .
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پکتیا ولایتي شورا یو شمېر غړیو په یو مطبوعاتي کنفرانس کې له رسنیو سره د پکتیا د ناسم امنیتي وضیعت په اړه اندېښنه وښوده. دغه راز ویل کیږي ، چې طالبانو غواړي د دغه ولایت پر مرکز غزني ته ورته یو برید تر سره کړي.