تازه خبرونه

د ولسمشرغني امنیتي طرحو د خونړیو بریدونو مخنیوی ندی کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پخواني پوځیان او څارونکي وایي، چې د  پلازمېنې د امنیت ساتنې لپاره د ولسمشر غني امنیتي طرحې ناکامې وې او ویې نشو کړای، چې په کابل ښار کې د خونړیو بریدونو مخنیوی وکړي.

په داسې حال کې، چې ولسمشراشرف غني د پلازمېنې د امنیت ساتنې لپاره بېلابېلې امنیتي طرحې وړاندې کړې، د پولیسو تر څنګ یې ملي امنیت هم په ګارنیزیون کې را ټول او ښاري نوې حوزې یې جوړې کړې؛ خو بیا هم د کابل ښار لویدیځه څنډه د پرلپسې ترهګریزو بریدونو موخه وګرزیده او امنیت یې خوندي نشو.

پخواني پوځیان وایي، د کابل ښار امنیتي طرحې مسلکي نه، بلکې تر ډ‌ېره فکري او ذهني دي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وایي: هره امنیتي طرحه، چې وړاندې کیږي؛ خلک ترې د امنیت او پلې کیدو تمه کوي، نه د کومې تبلیغاتي هڅې د نندارې.           

د ولسمشر هرې امنیتي طرحې تشکیلات نور هم وپړسول؛ خو د اضافي لګښتونو با وجود لږ ګټه ترې تر لاسه شوې. اوس بیا هم ولسمشر غني د کابل ښار لپاره د نوې طرحې وړاندیز کړی.

کابل پر څلورو امنیتي زونونو وېشل کیږي او هر زون به ولسمشر ته راپور ورکوي؛ خو د دې طرحې جزییات حتا لا تر اوسه د کورنیو چارو وزارت ته ندي ورکړ شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي: تېره ورځ  ولسمشر یوه طرحه اعلام کړې؛ خو جزییات یې مونږ ته ندي رارسیدلي.        

د کابل په لویدیځ کې پرله پسې بریدونو ډېر ډار را منځته کړی. ان تر دې، چې خلک وایي؛ باید خپله وسلې واخلي او د اړوند سیمې امنیت خوندي کړي.

په دې وروستیو ورځو کې له کوره وتل هم ځینو ته ډېر ستونزمن کار ښکاري.

د کابل ښار په لویدیځ کې وروستي بریدونه داعش ډلې کړي او داسې ښکاري، چې دې ډلې په ښار کې ځاله جوړه کړې او ان کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې ځینې افراد په کابل کې له داعشیانو سره همکاري کوي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version