پرمختګ او بشپړتیا
د پکتیا په وزې ځدراڼ کې د برښنا سبستیشن جوړولو کار پيل شو
چارواکي وايي، د پکتیا په وزې ځندراڼ ولسوالۍ کې د برښنا سبستیشن له جوړیدو سره به د وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ او شواک ولسوالیو ته د برښنا د وېش چارې پیل او پېنځه زره کورنۍ به له رڼا برخمنې شي.
د پکتیا د برښنا رییس محمد آصف نیازی وایي، د برښنا دا سبستین په وزې ځدراڼ ولسوالې کې جوړیږي، چې ورسره به د دغه ولایت په درې ولسوالیو کې پېنځه زره کورنیو ته دایمي برښنا ورسول شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو درې ولسوالیو د برښنا پر وېش پېنځه میلیون امریکايي دالر لګښت کیږي، چې په دوه میاشتو کې به ټولو اړوند کورنیو ته برښنا ورسیږي.
د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسیدونکی بلبل ځدراڼ د برښنا پر وېش خوښ دی او وايي، چې له دې سره به د اړوند سیمو د خلکو ستونزې اوارې شي.
د دغې سیمې یو بل اوسیدونکی لاجمیر له حکومت غوښتنه کوي، چې دې ولسوالیو ته دې په نورو برخو کې هم پوره پاملرنه وشي.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازی هم مني، چې په تېرو کلونو کې د پکتیا دغو ولسوالیو ته د بیارغونې، روغتیا او پوهنې په برخه کې پام نه دی شوی.
والي ژمنه کوي، چې په راتلونکي کې به د بیارغونې تر څنګ په نورو برخو کې هم دې ولسوالیو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
وزې ځدراڼ، ګرده څېړۍ او شواک د پکتیا هغه ولسوالۍ دي، چې اوسیدونکي یې په تېرو ۱۵ کلونو کې دولت له پامه غورځولي وه.
خبریال: فریدالله احمدزی