تازه خبرونه

د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش ښایي سبا اعلام شي- کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر د ټاکنو له خپلواک کمیسیون غوښتي وه، چې د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش ژر اعلام کړي. که څه هم کمیسیون تر اوسه د ولسي جرګې د ټاکنو کار ندی خلاص کړی؛ خو دغه بنسټ غواړي، چې د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش په دوه ورځو کې او یا هم سبا اعلام کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي: د ټاکنو خپلواک کمیسیون به په دوه ورځو کې؛ سبا یا بله ورځ خپله طرحه ښکاره کړي. په دې اړه چټک کار روان دی او غواړو د ولسمشریزو ټاکنو مناسبه نېټه خلکو ته څرګنده شي.             

ټاکل شوې وه، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ګوندونو او د ټاکنو له څارونکیو بنسټونو سره په دې اړه ګډه مشوره وکړي؛ خو دا کار تر دې مهاله ندی شوی.

د افغانستان د ستر ملي ائتلاف مشرتابه غړی محمد ناطقي وایي: که څه هم اړوند کمیسیون په دې اړه مونږ ته کومه خبره نده کړې؛ د اړتیا له مخې به مونږ ټاکلې نېټه ومنو؛ خو، چې له ځنډ و خنډ سره مخ نشي.               

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون پڅې هڅې به د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي؛ ځکه حکومت په لوی لاس غواړي، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده څرګنده کړې: حکومت د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون داسې هڅې منلي، چې مونږ ولسمشریزو ټاکنو ته ونه رسیږو. له دغسې یوه حالته سره مونږ ولسمشریزو ټاکنو ته رسیدی هم نشو.            

د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سیاستوال هڅه کوي، چې د رایوو بانکونه پر ځان رامات کړي. تر اوسه که څه هم نورو په نښه شویو سیاسي څېرو په زغرده څه ندي ویلي؛ خو ولسمشر غني ویلي، چې د خپلو نیمګړیو پروګرامونو د بشپړولو لپاره به د ولسمشرۍ ټاکنو ته بیا ودریږي.

Trending

Exit mobile version