تازه خبرونه

د ولسمشر په فرمان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون ۵ غړي وټاکل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر د دفتر مرستیال ویاند په خپل فیسبوک کې څرګنده کړې، چې اطلاعاتو ته د لاسري قانون د ۲۰ مادې له مخې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون ۵ غړي وټاکل شول.

هغه په ډاګه کړې؛ د ولسمشر په تقنیني فرمان، چې نافذ شوی؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست په ریاست، د سترې محکمې د عالي شورا په غوراوي د سترې محکمې، د ولسي جرګې د دیني چارو، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو د کمیسیون، د بشر حقونو کمیسیون، د رسنیو د صنفي بنسټ، د مدني بنسټونو او د افغانستان د وکیلانو د ټولنې د باصلاحیته غړیو په ګډون د غوراوي یوه کمیته رامنځته شوې وه.

د ولسمشر د دفتر مرستیال ویاند مرتضوي زیاته کړې، چې د غوراوي دغې کمیتې د خپلو هڅو په پایله کې، د درې میاشتو په بهیر کې ۱۰ کاري ناستې درلودې؛ له ۱۱۷ نوماندانو ۱۵ کسان، چې اطلاعاتو ته د لاسرۍ لپاره یې د غړیتوب شرایط پوره کړي وه؛ ولسمشرۍ ته وړاندې کړل.   

د مرتضوي د څرګندونو له مخې؛ د غوراوي کمیتې له وړاندیز شویو کسانو څخه د ۵ کلونو لپاره ښاغلي عین الدین بهادري او زهره موسی، د درې کلونو لپاره ښاغلي حمدالله ارباب، نجیبه مرام او فضل الباري بریالی په خپل فرمان یاد کمیسیون ته وټاکل.

Trending

Exit mobile version