بلخ @ps

د کندوز ولایت په شیرخان بندر کي سوداګري غوړیدلې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د شېرخان بندر د ګمرک رییس وایي، په وروستیو څو اوونیو کې سوداګرو د کندوز ولایت په شېرخان بندر کې خپل کارونه پيل کړي او سوداګري غوړیدلې ده.

 د کندوز ولایت د ګمرک رییس عبدالله حارث وایي، د دوی عواید د تېر کال په پرتله ۶۵ سلنه لوړ شوي او د مالي کال په وروستیو څلور میاشتو کې یې ۱۸۴ میلیون افغانۍ عواید ټول کړي دي.

هغه زیاتوي، هره ورځ په منځني توګه له ۱۵ تر شل  پورې وارداتي او تر اته پورې سوداګریزی بستې لیږدول کیږي.

د کندز د شیرخان بندر د ګمرک رییس هم د کندز ـ شیرخان بندر په لاره د امنیت نشتوالی یوه ستونزه ګڼی او وايی سوداګریزې چارې امنیت د خوندیتوب ته اړتیا لري او په دې اړه مسوولین باید جدي هڅې وکړي.

هغه وایي، د کندز سوداګرډیر زیانمن شوي او اوس هیله من دي چې د امنیت په ټینګښت سره به کارونه ښه ښی .

د کندز د سوداګرۍ خونې د صادراتو آمر مسعود وحدت وایي؛ له دې سره سره، چې کندوز د زون مرکز او ترانزیتي ولایت دی؛ په تېرو درې کلونو کې مو پانګونه لږ شوې او حکومت باید دا بهیر پیاوړی او غښتلی کړي.

د شیرخان بندر له لارې له افغانستان څخه منځنې او مرکزي آسیا، فارس خلیج او نورو هېوادونو ته  سوداګریز توکي صادر او واردیږي.

Trending

Exit mobile version