تازه خبرونه

د ځينو امنیتي بنسټونو کارونه د پام وړ او مثبته پایله نلري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي امنیت رييس وايي، چې د ځينو امنیتي بنسټونو کارونه د پام وړ او مثبته پایله نلري؛ باید د اوسني وضعیت د ساتلو پر ځای د حالاتو د بدلولو کوښښونه وکړي.

افغان ځواکونه د جګړې نوي پړاو ته ننوځي؛ خو داسې ښکاري، چې د ملي امنیت رييس د کورنیو چارو وزارت له کار کړنو خوښ نه دی.

د افغانستان د ملي امنیت رييس معصوم ستانکزی په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې فساد او مصلحتونو ته ګوته نیسي او وايي، چې د جګړې په وړاندې سیاسي اراده هم یو لاس نده؛ نیول شوي کسان بېرته له زندانونو څخه د پيسو په بدل کې خوشي کیږي.

دا، چې وسلوال مخالفین په روان کال کې کومې موخې تعقیبوي؛ په اړه یې د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وايي، چې وسلوال مخالفین غواړي په روان کال کې خپل بریدون ډېر کړي.

د کورنیو چارو وزیر په دې وزارت کې ټاکنې د معیارونو له مخې نه ګڼي او وایي، په چارو کې  د چارواکو او سیاسیتوالو لخوا خنډونه جوړیږي او نامسلکي خلک د مصلحتونو له مخې دندې تر سره کوي.

د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي هم مني، چې د افغان ځواکونو رهبري کمزورې ده او له همدې کبله د ځواکونو تلفات مو هم ډېر شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ کمزورې او مفسده رهبري په اردو کې د تلفاتو لامل دی.

امنیتي چارواکي ډاډ څرګندوي، چې د روانې جګړې د کابو کولو لپاره مناسب پلان جوړ شوی او وسلوال مخالفین به هم وځپل شي. دا هغه څه دي، چې د وخت په تېریدو به روښانه شي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version