پرمختګ او بشپړتیا

د هېواد د شمال ختیځو ولایتونو د سړک پخولو تړونونه لاسلیک شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فوایداعامې وزارت د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو بغلان او تخار کي د څه باندې۴۰ کیلومتره سړکونو د جوړولو او پخولو تړونونه لاسلیک کړل.

د دغو دوه پروژو مالي لګښت څه باندې یومیلیارد افغاني کیږي، چې د افغانستان دولت او جاپان له مرستو تمویلیږي او د پلي کولو لپاره یې دوه کاله وخت ټاکل شوی.

د فواید عامې وزارت مرستیال نعمت الله حیدري وایي، د قراردادونو له پلي کوونکیو شرکتونو غواړم، چي په پوره صداقت پروژي پخپل ټاکلي وخت او ښه کیفیت پلي کړي. که داسې ونه شي؛ نو حکومت به له دوۍ سره له هیڅ راز زغمه کار وانښلي.

د ولسي جرګي غړی  عظیم محسیني وايي، د دغو پروژو په پلي کیدو به یوشمېر ولسوالۍ د ولایتونو له مرکزو نوسره وتړل شي او ترڅنګ به يي زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د نوموړي په وینا؛  ولس هم له دولت څخه د ورته کارونو د پیل غوښتنه کوي؛ ځکه، چې دغه پروژې د سیمه ییزې اقتصادي پراختیا او ودې  لامل کیږي.

د فواید عامې وزارت مسوو لینو د ملي شورا له غړیو او مد ني ټولنو وغوښتل، چي د کار له بهیره د څارني او د کیفیت د ښه والی لپاره له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

دغه راز شرکتونو ته هم خبر داري ورکړ شو، چې باید کارونه له هیڅ راز خنډ او ځنډ سره مخ نه شي. 

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version