تازه خبرونه

د ننګرهار د شینوارو سلګونه زره کسان له رای ورکولو بې برخې شوي- شینواري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننګرهار د شینوارو د شپږ ولسوالیو اوسیدونکي اندېښنه ښیي او وایي؛ سلګونه زره کسان، چې پر شرایطو برابر دي د تذکرو او ستیکرو د نشوالي له کبله په ټاکنو کې له ګډون پاتې کېږي.

د شنیوارو د شپږ ولسوالیو مخور او ځوانان د احتجاج په توګه راټول شوي او څرګندوي؛ د شینوارو د شپږ ولسوالیو سلګونه زرکسان کسان، چې اوس پر شرایطو برابر دي، د کمیسیون د بې کفایتۍ له کبله په ټاکنو کې له ګډون پاتې کېږي.

قومي مشر ملک زړورخان شینواری وايي، د تقویتي نوملیکنې ورځې نه یوازې لږ وې، بلکې په دې اړه پوهاوی هم نه و شوی.

احتجاج کوونکی داکتر سورګل  شینواری وايي، تېر کال د شنیوارو په ډېرو سیمو کې جګړې وې؛ خو اوس ډېرې سیمې امن شوي او خلک چمتو دي، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ کميسیون اوس هم په دې سیمو کې ټاکنیز مرکزونه تړلي حساب کړي دي.

دې احتجاج کوونکیو له وخت مخکې پر ټاکنیزو کمپاینونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ملاتړ ځینو کسانو په ننګرهار کې ټاکنیز دفترونه خلاص کړي، چې دا له قانون ښکاره سرغړونه ده.

د ولسمشرغني ټاکنیزې ډلې تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو د شکایاتو کمیسیون تل ټنګارکوي، چې سرغړوونکي به مجازات شي.

په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د عامه پوهاوي مدیر روح الله مومند وايي، د نوملیکنې بهیر تېرشوی دی.

د ویلو ده، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د تقویتي نوملیکنې بهیر پېنځلس ورځې روان و، چې په هره ولسوالۍ کې یو مرکز پرانستل شوی و؛ خو ویل کېږي، چې لږ خلکو نوملیکنې ته ورغلي وه.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version