بلخ @ps

د هېواد د شمال په نږدې لس ولایتونو کې جګړې زور اخیستی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ملي دفاع وزارت وایي، طالبانو د سولې په بهیر کې د امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره بریدونه ډېر کړي او اوس د هېواد شمال د طالبانو او دولتي ځواکونو د ډېرو جګړو لیدونکی شوی دی.

د طالب استازیو او امریکایانو ترمنځ د سولي د احتمالي هوکړې په درشل کې، چي ټاکنو ته هم لږې ورځې پاتې دي د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخیتسی دی.

د هېواد شمال په دې ورځو کې د ډېرو جګړو لیدونکی دی.

 د ولسي جرګي ځیني غړي خبرداری ورکوي که جدي امنیتي تدابیر ونه نیول شي دا جګړې به له ټاکنو خلک بې برخې کړي.

د بلخ اوسیدونکی محمد سراج وایي، چې له څه وخت راپدیخوا شوګره ناامنه ده او یوازې په مرکز بازار کې امنیت دی.             

د تخار ولایتي شورا غړی میر احمد قاسم ویلي، په نیول شویو سیمو کې استحکامات ونشول او کله، چې امنیتي ځواکونه له سیمو ولاړ شي؛ طالبان یې بیا نیسي.          

د کندوز اوسیدونکی نصیر احمد وایي، چې  طالبانو له څو خواوو ماورای کوکچه ته نږدې شوي او خپلې هڅې یې تر تالقان ښاره پراخه کړې دي.                         

همدا اوس شاوخوا په لس ولایتونو کی د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، طالبانو د سولې په خبرو کې د زیاتو امتیازاتو اخیستو په خاطر جګړه پراخه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ په کندوز، تخار، بلخ، سرپل، فاریاب، جوزجان او یو شمېر نورو ګاونډ ولایتونو کې جګړه روانه ده؛ خو په بلخ کې ډېره پراخه شوې ده.

آیا دا جګړې به د ولسمشرۍ د ټاکنو خنډ وګرځي؟

د ولسي جرګي غړی اقبال ساپی وایي، چې د جګړې بهیر دیموکراسي ننګوي او دې کار د افغانستان خلک اندېښمن کړي دي.                   

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي  وایي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به وسلوال مخالفان بېوسه او ټاکنو ته به زمینه ډاډمنه کړي         

په همدې حال کې د ولسي پاڅون کوونکیو او طالبانو ترمنځ د میدان وردګ په جلریز ولسوالۍ کې جګړو خلک اړ کړي، چې له خپلو کورنو ووځي او بامیان ولایت ته پناه یوسي.

خبریال: خالد نیکزاد

Trending

Exit mobile version