تازه خبرونه

د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته هوایي برید شوی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د یکشنبې پر شپه شاوخوا دوه بجې د بهرنیو ځواکونو یوې جنګي چورلکې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د کان او قطرغي په اړوند سیمه کې د پولیسو پر پوسته هوايي برید کړی.

د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوال بصیرګلاب وايي، په بمبارد کې یو پولیس افسر او دوه پولیس سرتېري ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدول شويدي.

د ننګرهار ولایتي ادارې مسوولین هم د دې پېښې پخلي کوي او وايي؛ هڅه یې وکړه، چې په دې اړه په ختیځ کې میشت بهرني خواکونه وپوښتي، خو چا قانع کوونکی ځواب ورنکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې په جلال آباد ښار کې د صفر دوه قطعې ورته خپلسري عملیات کړي وه، چې له کبله یې څلور دولت پلوه زلمي وروڼه په کې وژل شوي دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version