تازه خبرونه
د ننګرهار شخصي روغتیایي سکتور د سیمه ییزو چارواکو ګوښه کول غواړي
د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د شخصي روغتیايي سکتور کار بندیز څلورمې ورځې ته غزیدلی دی.
په ننګرهارکې خصوصي روغتیايي سکتور د تېرې سې شنبې له ورځې(د وږي ۱۲) راپدیخوا کار بندیز پیل کړی.
دوی د جمعې پر سهار په یوه خبرې غونډه کې له ارګ وغوښتل، چې د ننګرهار په ولایتي او امنیتي ادارو کې بدلونه رامنځته ، د داکترنو قاتلین ونیسي او د امنیتي خوندیتوب لپاره چټکې هڅې تر سره کړي.
داکترانو خبرداری ورکړ، چې که ارګ یې غوښتنې ونه مني؛ د شنبې له ورځې څخه به په ټولو دولتي روغتونو کې هم کار بندیز پیل شي.
دمګړۍ په ټول جلال آباد کې شخصي روغتونونه، کتنځي او درمل پلورنځي بند دي.
داکترانو ویلي، چې سر او مال یې له جدي ګواښ سره مخ دي او له بار بار شکایتونو سره – سره یې مسوولین غږ نه اوري.
د ننګرهار داکترانو ویلي؛ له بېلابیلو ادرسونو څخه ورته زنګونه وهل کېږي او پر بېلابېلو بهانو ترې باج غواړي او که ور یې نکړي؛ وژل کېږي.
د روغتیایي کارکوونکیو د رسمي معلوماتو له مخې؛ تراوسه ۸۳ داکتران ګواښل شوي، له ۱۱ باج اخیستل شوی، ۱۵ تښتول شوي او پېنځه د باج د نه ورکړې له کبله وژل شوي دي.
د یادونې ده، چې تازه بېلګه یې د تېرې دوشنبې پر ماښام د ښار په زړه کې د داکترانو د اتحادیې د مشر نوروز شینواری وژل کیدل دي. په داسې حال کې، چې د هغه د ورور د څرګندونو له مخې؛ نوروز ته د پېښ ګواښ په اړه ولایتي ادارې ته معلومات ورکړ شوي وه.
خبریال: رحمت الله زیارمل