پرمختګ او بشپړتیا
د هېواد په سینماګانو کې د ( حوا، مریم او عایشې) فلم نندارې ته وړاندې کیږي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغان فلم مشرې صحرا کریمي په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې؛ ټاکل شوې، چې دغه فلم سر له سبا(د وږي ۲۶) د هېواد په عمومي سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.
د میرمن صحرا کریمي لخوا جوړ شوی(حوا، مریم او عایشې) فلم د روان کال د سپتمبر پر ۶ د ایتالیا د (وینز) په نړیواله ننداره کې وښودل شو، چې د نړیوالو هنرمندانو په ځانګړي توګه د امریکایي هنرمندې انجیلاجولي لخوا وستایل شو.
د ( حوا، مریم او عایشې) دغه لومړنی افغان داستاني فلم دی، چې په پلار واکه افغان ټولنه کې د ښځو ژوند او ورپېښې ننګونې یې انځوریزه کړې دي.