تازه خبرونه
د هېواد په ترانسپورت سکتور کې اوس هم معیاري سیستمونه نشته
د ترانسپورت وزیر ویلي، چې د ترانسپورت سکتور له برښنايي کولو سره به د ترانسپورت په سیستم کې د کارونو او فعالیتونو د شفافیت او عوایدو د لوړیدو سبب شي.
د ترانسپورت وزیر یما یاری وایي؛ د هېواد په کچه د ترانسپورتي خدمتونو د معیاري کولو لپاره زیاد کار ته اړتیا ده. مونږه غواړو شفافیت زیاد او ترانسپورتي خدمتونه معیاري کړو، چې د برښنايي کولو چاري به يې هم ژر پیل شي.
د مخابراتو او معلوماتې تکنالوژۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ هڅه کوي، چې په دولتي ادارو کې برښنايي خدمتو نه پراخ کړي او په نږدي راتلونکي کې به د برښنايي لیسنسونو او جواز سیرونو لړۍ موترچلوونکیو او موترونو ته پیل شي.
د مخابراتو او معلو ماتي تکنالوژۍ وزارت چارسمبالی فهیم هاشمي وایي؛ مونږه غواړو، چې په ټولو دولتي بنسټونو کې د شفافیت او روڼتیا د رامنځته کولو په خاطر برښنايي فعالیتو نه پراخ کړو، چې د معیاري کیدو پر لوري حرکت وکړو.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت په داسې حال کې د آسانتیاوو د برابرولو ټټر وهلی، چې د ترانسپورت وزارت مسوولینو هم د معیاري ترانسپورتي خدمتونو په برخه کې د نوې پانګونې د تر سره کولو ډاډ څرګند کړی دی.