تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر روانو حالاتو اندېښنه ښودلې
ملګرو ملتونو د افغانستان شرایط ناوړه بللي او خبرداری یې ورکړی، چې که افغان حکومت د چارو د سمون لپاره جدي هڅې ونه کړي، شرایط به له دې هم ډېر بحراني شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچی یاماموتو غونډې ته ویلي، چې د افغانستان روان وضعیت ترینګلی دی او که حکومت لاس په کار نه شي، شرایط به لاپسې بحراني شي.
د نوموړي په وینا؛ په افغانستان کې د سولې ټينګښت یوې قوي ارادې او د سیمې او ګاونډ هېوادونو مرستو ته اړتیا ده.
ښاغلي یاماموتو پر افغانانو هم غږ کړی، چې په کور د ننه د سولې لپاره کار وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره میشل سیسون وايي، چې هېواد یې د افغانستان د پوځي او سیاسي حالاتو ارزونه کوي.
د هغې په وینا؛ په افغانستان کې له پوځي لارې د سولې ټينګښت ناشونی دی.
نوموړې په ډاګه کړې؛ مونږ په افغانستان کې د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره کار کوو. د افغانستان د سولې ټينګښت د ګاونډ هېوادونو له همکاريو سره مستقیمه اړیکه لري. مونږ د افغانستان له ګاونډ هېوادونو غواړو، چې د سخت دریځو له ملاتړه لاس واخلي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحې لودهي ویلي، چې په یوه وخت کې سیاسي او پوځي هڅې کار نه ورکوي. د هغه په باور د پوځونو زیاتول به تاوتریخوالی نورهم زیات کړي.
د نوموړې په وینا؛ مونږ تمه لرو، چې د افغانستان وروستي سیاسي اختلافونه د ولسمشر او اجرائیه رييس تر منځ حل شي. په یوه وخت کې جګړه او سوله هدف ته د رسیدو لپاره کار نه ورکوي. یوازې پر پوځي برخه اتکا کول او د پوځونو زیاتول، به تاوتریخوالی لا پسې زیات کړي.
له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل د پاکستان د سفیرې د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان په دې خبرو غواړي له سخت دریځۍ څخه پر ملاتړ پرده واچوي.
هغه په ډاګه کړې؛ مونږ نن د خپل ګاونډ هېواد دریځ واورید، چې وايي: افغانستان باید کورنۍ ستونزې پر نورو بار نه کړي؛ خو همدا هېواد زمونږ د هېواد د خرابوالي لپاره هڅې کوي. هغه څوک، چې د افغانستان ستونزې کورنۍ ګڼي غواړي له ترهګرۍ څخه پر خپل ملاتړ پرده واچوي.
په غونډه کې د ملګرو ملتونو غړیو له افغانستان څخه د ملاتړ پر څرګندولو ټينګار وکړ، چې افغاني سیاستوال باید په خپلو کې سره یو شي.
په ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا ډېرو غړیو په دې ناسته کې له افغانستان څخه خپل ملاتړ څرګند او په کور دننه او بهر یې د سیاسي رهبرانو پر یووالي او همکارۍ، د امنیتي بنسټونو پر پیاوړتیا او د سیمې پر همکارۍ ټینګار څرګند کړی دی.
خبریال: فهیم نوري