تازه خبرونه

د ننګر هار د هسکې مېنې د جودرې ۷۰ کسان خاورو ته سپارل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننګرهار د هسکې مېنې د جودرې د اړوند سیمې په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال د خونړۍ پېښې د شهیدانو ۷۰ جنازې خاورو ته سپارل شوي او د جودرې له هر کوره د میندو، خویندو او یتیمو ماشومانو چغې راپورته شوې دي.

د دغې خونړۍ پېښې ټول قربانیان په یوه ځای کې په ډله ییزه توګه خاروته سپارل شوي، چې ان په پېښه کې د یوه کور لس کسان ول.

ځايي خلک وايي، په ۷۰ وژل شویو کسانو کې ۴۵ یې له پېنځلس کلنۍ د کښته عمر تنګي ځوانان ول.

په دې پېښه کې ۳۶ تنه ټپیان شوي، چې ۲۶ یې اوس هم تر بېړنۍ درملنې لاندې دي.

ځايي استوګن وايي څلورتنه تریتم دي.

کلیوال اوس هم د جومات خاورې اړوي رااړوي که د ورکو کسانو جسدونه او یا غوښې په کې پیدا کړي.

د جودرې هرکور خپله برخه قرباني پرې کړې او هیڅ داسې کورنشته، چې څوک یې وژل شوي یا ټپیان شوي نه وي.

تراوسه له دې خلکو سره د خواشینۍ څرګندولو او مرستې لپاره له ولسوال پرته بل کوم مسوول چارواکی نه دی ورغلی.

په وژل شویو کې داسې خلک هم شته، چې په ژوندوني یې اولادونو ته په مړه خېټه ډوډۍ نه رسیده.

د همدې کورنیو د تیمانو او کونډو لپاره په لاره کې د چندې څادرونه غړول شوي وه؛ خو تش پراته وه.

د جودرې سیمه  تازه ځايي پاڅونوالو او افغان ځواکونو له داعش نیولې وه. په جودره کې داعش له ۵ میاشتو راپدیخوا پر ځمکو د خوړ اوبه هم بندې کړې وې او په یوه لیک کې یې له جودره والو غوښتي وه، چې د حکومت ملاتړ پرېږدي.

خبریال: رحمت الله زیارمل  

Trending

Exit mobile version