تازه خبرونه

د هېواد پولیسو اکاډمي د جنرال عبدالرازق په نوم ونومول شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد پولیسو اکادمي د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي په حضور کې د  کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په نوم ونومول شوه.

د تېر کال همدا شپې او ورځې وې، چې د هېواد په سویل کې د طالبانو سر سخت مخالف امنیه قومندان نوموړی جنرال تېر کال د کندهار ولایت په مقام کې وژل شوی او د  کابل پولیسو اکادمي د ولسمشر غني په سپارښتنه دده په نوم شوه.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي مسعود اندرابي په دې مراسمو کې څرګنده کړې؛ د امنیتي او دفاعي ځواکونو روحیه لوړه ده او په خبره یې توانیدلي، چې له طالبانو او ترهګرو سره پرېکنده چلند وکړي او د پرمختګونو مخه یې ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، چې، طالبانو سږ کال هیڅ پرمختګ ندی کړی او دفاعي ځواکونه  توانیدلي، چې د طالبانو الفتح عملیات شنډ کړي.

هغه دا هم ویلي، چې د طالبانو مشران په ځینو ولایتونو کې له خپلو ټيټ پوړیو افرادو سره هم اړیکې نلري او په وینا یې دا ډله تس- نس شوې ده.

دی له طالبانو غواړي، چې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شي او پرته له دې به د دې ځواکونو له توند غبرګون سره مخ شي.

د الفتح د عملیاتو د شنډیدو خبره په داسې حال کې کیږي، چې په روان کال کې کندوز یو ځل د څو ورځو لپاره د طالبانو لاسونو ته ولوید؛ خو په دې کال کې څو ولسوالۍ د وسلوالو مخالفانو لخوا ونیول شوې، چې څو ورځې وروسته بېرته دا سیمې له طالبانو پاکې شوې. په روان کال کې طالبانو د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خونړي بریدونه وکړل.

Trending

Exit mobile version