تازه خبرونه
د ننګرهار د هسکې مېنې پر جومات د برید پلانوونکی ووژل شو
د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په جودري سیمه کې د تېرې جمعې د لمانځه پر مهال چاودنو کې له اویاوو ډېر کسان وژل شوي وه.
د صفر دوه قطعې مطبوعاتي دفتر څرګنده کړې؛ د دې ځانمرګي برید پلانوونکی قاري شاکر، چې په قدرت پاچا مشهور و او د پاکستان د اورکزۍ ايجنسۍ اصلي استوګن و د اچین د ګاودرې په سیمه کې له دوه نورو داعش جنګياليو سره نن غرمه مهال د بې پیلوته الوتکې تر برید لاندې راغی او ووژل شو.
طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي او داعش یې په اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ننګرهار والي د ۱۸ داعش جنګیالیو او ۱۹ بهرنیو ښځو او ۳۵ ماشومانو له تسلیمۍ خبر ورکړی، چې په کې عرب، پنجابي، ایراني او تاجګي اتباع شامل دي.