تازه خبرونه
د هېواد د فوتبال ملي لوبډلې او هند سیالي مساوي شوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
له هند سره لوبه د افغانستان په کوربتوب د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د آسیایې ملتونو د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ جامونو د پیلیزو لوبو د سیالیو په چوکات کې ترسره کیږي.
ملي لوبډلې په تېرو درې سیالیو کې د قطر او عمان په وړاندې دوې ماتې او د بنګله دیش په وړاندې بریا ترلاسه کړې.
ټاکل شوې، چې ملي لوبډله د راروانې اوونۍ د سې شنبې پر ورځ په تاجکستان کې د آسیا د اتل قطر سره ولوبیږي.
په داسې حال کې، چې د سویلي آسیا په حساسو سیالیو کې افغانستان او هند یو د بل په وړاندې لوبې کړي، چې هند لوبډله د دوه بریاوو برخه له ځان سره لري.