تازه خبرونه

د هېواد هوایي ځواکونو په کندهار د طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر هوایي بریدونو ۱۱ طالب وسلوال وژل شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ ویاند ویلي، چې تېره شپه هوایي ځواکونو د دې ولایت په ښوراوک ولسوالي کې د وسلوالو طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ ویاند جګړن خواجه یحیا علوی ويلي، په دې بریدونو کې ۱۱ وسلوال وژل شوي او د هغوی د وسلو یوه کوچنۍ زیرمه هم له منځه وړل شوې ده.

طالب وسلوالو په دې اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

کندهار ولایت د هېواد په سویل لویدیځ کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې یې طالب وسلوال پراخې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version