تازه خبرونه

د هېواد نومیالی ټوکي او طنزي محمد آصف جلالي ومړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ویل کیږي، چې یوه ګړۍ مخکې د چارشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۱) له غرمې وروسته د هېواد نومیالی ټوکي او بریالی طنزي محمد آصف جلالي د کابل په یوه روغتون کې د زړه د دریدو له کبله خپل روح حق ته وسپاره.

ارواښاد محمد آصف جلالي د افغانستان د سینما او تلویزیوني خپرونو یوه پېژندل شوې څېره وه.

نوموړی له کابل تخنیکم فارغ شوی او له فراغت وروسته یې په ملي رادیو تلویزیون کې خپلې له خندا ډکې هڅې وړاندې کړې او بیا یې د هېواد په څو نورو تلویزیونونو کې تفریحي او کمیدي پروګرامونه تر سره او په څو سینمایي فلمونو کې یې هم کار کړی دی.

روح یې یاد و ښاد اوسه.

Trending

Exit mobile version