تازه خبرونه
د هېواد سوکوهونکي زکریا زماني يو ځل بیا خپل نایجریایي سیال ګابینګا ته ماته ورکړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
سوکوهنې دغه لوبه، چې د هند په مارین پرو بوکسنګ ټولنه کې د ګابینګا پر غوښتنې بیاځلې رامنځته شوه؛ زکریا زماني د هېواد تکړه سوکوهونکی بریالی شو، چې په ۶ راوندونو کې خپل سیال پر ګونډو کړي او د نمبر له مخې د دې سیالۍ ګټونکی وپېژندل شو.
زکریا زماني تر دې دمه د سوکوهنې درې لوبې تر سره کړي، چې له ټولو بریالی راوتلی دی او په خپلو لوبو کې یوه ماته هم نلري.