تازه خبرونه
د ننګرهار په ښیوه ولسوالۍ کې ماین چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار د ښیوې یا کوز کونړ ولسوالۍ د سیدجمال الدین لیسې ته څیرمه په ماین چاودنه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د ښیوې ولسوال سیدعاشق الله سادات وايي، چاودنه د یوه ځايي قومي مشر ملک عبدالروف پر موتر د نښلول شوي مقناطیسي ماین له کبله رامنځته شوې، چې په کې یو تن وژل شوي او خپله ملک عبدالروف او درې نور ملکي وګړي ټپيان دي.
هغه زیاتوي، ټپيان د جلال آباد سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوي، چې د درې کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
تراوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه دی اخستی.