Connect with us

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو او امریکا د سولې له هوکړې ملاتړ وکړ

Published

 on

(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۳۹۸)

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا د طالبانو او امریکا له هوکړه لیک ملاتړ کړی او هغه یې د رایو په اکثریت تصویب کړ.

د طالبانو او امریکا د سولې په هوکړه لیک کې واشنګټن ژمنه کړې وه، چې هڅه کوي، دا هوکړه لیک د ملګرو ملتونو سازمان تائید کړي. داسې ښکاري، چې امریکا پخپلې خبرې عمل کړی او دا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو ټولنې په امنیت شورا کې امریکا مطرح او پرته له دې، چې مخالفت ور سره وشی؛ تصویب شو.

د ملګرو ملتونو د سازمان امنیت شورا د دې پرېکړه لیک له تصویبیدو سره له افغان حکومت وغوښتل، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته یو پراخ بنسټه او ټول منلی پلاوی د سیاسي مشرانو، مدني ټولنو او ښځو د استازیو په ګډون جوړ کړي.

په دې پرېکړه لیک کې راغلي، دا بنسټ په افغانستان د سولې تینګښت لپاره د سیمې او نړۍ هڅې ستایي او خپله هم په دې برخه کې همکاري روانه ساتي.

په پرېکړه لیک کې ټينګار شوی، چې دا بنسټ د افغانستان اسلامي امارت په رسمي بڼه نه پېژني او د ملګرو ملتونو ټولنې امنیت شورا هم د اسلامي امارت له بېرته راتګه ملاتړ نکوي.

په پرېکړه لیک کې دا راز ویل شوي، چې د سولې په خبرو کې باید بېلابېلې سیاسي ډلې، مدني فعالان او ښځې برخه ولري او د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو د حقونو د ساتنې لپاره باید هڅې وشي. 

د ملګرو ملتونو ټولنې امنیت شورا له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې له افغانستان څخه خپلو بشردوستانه مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پرېکړه لیک په یوې برخه کې ویل شوي، چې د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت غوښتنه کیږي، چې په افغانستان کې د سولې بهیر د چټکتیا لپاره د پراخ بنسټ مرکچي پلاوي له جوړیدو سره را مخته شي، چې په کې د سیاسي مشرانو استازي، د مدني ټولنې او ښځو استازي ونډه ولري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په ډاګه کړې، چې دا پرېکړه لیک ښیي نړیواله ټولنه د نړۍ  امنیت او سولې لپاره د افغانانو د یووالي او حاکمیت غوښتنه لري.

زلمي خلیلزاد په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو دا پرېکړه لیک له طالبانو او افغان دولت غواړي، چې باور جوړولو ته دوام ورکړي او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته ژر ور ودانګي.

ښاغلی خلیلزاد دا راز له طالبانو غواړي، چې له امریکا سره د سولې په هوکړه لیک کې په خپلو ژمنو عمل وکړي، چې د تاوتریخوالي کچه را ټیټه او نه یوازې د طالب بندیانو د خلاصون لپاره لار پرانیستل شي، بلکې د سولې بهیر هم بریالی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو دیپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ امنیت شورا پرته له دې، چې پر دوه پټو امنیتي برخو وپوهیږي، هوکړه لیک یې تصویب کړی دی.

تازه خبرونه

ملا برادر په افغانستان کې د پانګونې د غزولو په اړه د بیات بنیاد له مشر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۵, ۱۴۰۱)

په اقتصادي چارو کې د رییس الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني اخوند تېره ورځ په خپل کاري دفتر کې د بيات بنياد له لوی مشر احسان الله بيات سره وکتل.

ملا برادر او ډاکټر بیات د شنبې پر ورځ په خپلو خبرو کې پر یو شمېر سکتورونو کې د پانګونې پر امکاناتو خبرې وکړې.

 د اسلامي امارت د اتقتصادي مرستیال د دفترپه څرګندونو کې راغلي؛ مونږ ملي پانګوالو ته د امنیت ډاډ ورکوو او د کار کولو فرصت ورته برابروو.

 ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د بیات بنیاد له هر اړخیزو هڅو ستاینه او مننه وکړه.

بیات بنیاد په ۲۰۰۶ کال کې کار پیل کړی، تر دې مهاله یې د افغانستان په بیارغونه کې مرسته کړې او تر ټولو اړو او تر ټولو بېوسو افغانانو ته یې هیلې او مرستې رسولي دي.

دغه راز یې زرګونه کسانو ته په بېلابېلو مخابراتي، روغتیایي او انترنیټي برخو کې کاري آسانتیاوې برابرې کړې دي.

د جوماتونو، روغتیایي او ښوونیزوبنسټونو پر جوړولو سربېره یې له طبیعي پېښو او بشري ناورینه یې زیانمنو کورنیو ته مرستې رسولي دي.

د بیات بنیاد لخوا د ورکړ شویو مرستو یوه اړینه بېلګه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې اوونۍ له زلزلې د زیانمنو خلکو لاسنیوی دی، چې د تېرې چارشنبه له زلزلې څو ګړۍ وروږسته یې زیانمنو ته د  سرپناه اړین توکي، کمبلې او خوراکي توکي ولیږدول او د ټپیانو د درملنې لپاره یې د ډاکټرانو یوه ډله او ګرځند روغتیایي مرکز فعال وساته.

Continue Reading

تازه خبرونه

چین له افغان زلزله ځپلیو سره د څه باندې ۷ میلیون ډالرو مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۵, ۱۴۰۱)

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له زلزلې او ویجاړیو پېنځه ورځې تېرې شوې؛ خو د دغو ولایتونو زیانمن شوي خلک د مرستو په وېش کې د روڼتیا له نشتوالي انډېښمن شوي دي.

د پکتیکا او خوست د اړوند سیمو زلزله ځپليو زرګونه خلکو خپل کورونه او مالونه له لاسه ورکړي او تر شنه آسمان لاندې او یا په وېشل شویو خیمو کې ژوند کوي.

چارلي ډاګاتا امریکایي خبریال او شنونکي څرګنده کړې؛ د امريکا د ډېرو مرستندويه ادارو په ګډون ډېرې نړيوالې مرستندويه ټولنې د طالبانو( اسلامي امارت) له حاکمیت او حکومت وروسته له افغانستان څخه ووتل. سربېره پر دې د طالبانو پر وړاندې بنديزونه هم شته، نو افغانستان ته رادننه کېدونکې پیسې له نږدې څارل کېږي، چې حکومت ته ونه رسیږي؛ خو په افغانستان کې د دې لپاره، چې په راتلونکي کې دا ډول غمیزه تکرار نشي، پر بېخبناوو پانګونه ورته ډېره اړینه ده.

که څه هم د سیمې ګڼو هېوادونو زلزله ځپلیو ته لسګونه ټنه خوراکي توکي، درمل او د سرپناه لومړني وسایل ورکړي؛ خو زیانمن شوي خلک وايي، چې تر دې دمه دوی ته رسېدلي مرستې بسنه نکوي او حکومت اړ دی، چې آسانتیاوې برابرې او دوی ته نوره مرسته چمتو کړي.

چین په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زلزله ځپلیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د څه باندې اووه میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

همدارنګه هره ورځ د سیمې او نړۍ له هېوادونو مرستې د کابل او خوست هوايي ډګرونو ته رارسیږي او پر زیانمنو شویو کسانو وېشل کېږي.

د تېرې چارشنبې له زلزلې څخه پاتې زیان او ویجاړۍ خورا پراخې دي؛ د نړيوالو موسسو لخوا د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د خوست او پکتيکا په پېنځه ولسواليو کې شاوخوا درې زره کورونه ويجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره نن د قطر خوراکي توکي، درمل او د جامو توکي نن افغانستان ته راورسېدل.

خو د وروستۍ زلزلې ځپلي خلک له دې مرستو راضي نه دي او له نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلي اوس هم خوراکي توکو او سرپناه ته اړ دي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۴, ۱۴۰۱)

د افغانستان د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ ژوندي پاتې شوي کسان، چې د کورنۍ څو غړي یې د سترګو په رپ کې له لاسه ورکړي د بې کوره کېدو او لوږې ترخې کیسې کوي.

له یوې خوا دغو خلکو د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو درد پر اوږو بار کړی او له بلې خوا لوږې او بې کورۍ یې ژوند تریخ کړی دی.

 د اسلامي امارت چارواکي، چې ګیان ولسوالۍ ته ورغلي وايي؛ په سیمه کې شاوخوا ۹۰ سلنه کورونه ویجاړ شوي دي.

په نړیدلیو خټینو کورونو کې د دې سیمې بېوزله کورنیو ژوند کاوه، ماشومان د خپلو میندو په تودو غېږو کې پر درنده خوب ویده ول، چې دغه طبعیي ناورین وځپل او هر څه یې لوټه لوټه او کورنۍ یې یا نیمګړې کړې او یا یې هم بشپړې ووېشلې؛ خو ژوندي پاتې خلک یې سمدلاسه خواړو او سرپناه ته اړ دي.

د پکتیکا زلزله ځپلی سيد بختاجان وایي، چې د زلزلې له کبله یې د کورنۍ څلور غړیو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور یې په روغتون کې دي.

دی وايي، چې ژوندي پاتې کسان یې تر شنه آسمان لاندې پاتې دي.

بختا جان ته اوس د هغه د کورنۍ غړیو یوازې جامې ور پاتې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد ویلي؛ دغې ویجاړوونکې او مرګونې زلزلې په ګیان ولسوالۍ کې ۹۰ سلنه کورونه نړولي او په ټولیزه توګه یې  ۱۰۳۶ کسان مړه کړل او شاوخوا  دوه زره نور په روغتونونو کې بستري شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مرستیال شرف الدین مسلم د څرګندونو له مخې؛ خامه او کنډو کپرو سړکونو د مرستې هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ  کړي؛ ځکه، نو په ګیان کې دغه بشري ناورین ځپلي کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر ورځ د دوه یم ځل لپاره هم زلزلې دغه سیمه ولړزوله، چې په کې لږ تر لږه پېنځه کسان مړه شول.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!