بلخ @ps

د هېواد امنیتي او دفاعي مسوولینو کندوز ته سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملی دفاع وزارت سرپرست، کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او ملی امنیت ریاست مر سیتال د دی ولایت امینتي وضعیت د څېړلو په موخه کندوز ولایت ته سفر کړي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي وایي، د نړیوالو ځواکونو په ملاتړ مو عملیات په دې ولایت کي اوس هم روان دي.

له بل لوري کورنیو چارو وزارت امینتي مرستیال مراد علی مراد وایي، چي په دی ولایت کي له غیر مسوولو وسلوالو وسلې راټولی شوې دي.

په ولسي جرګه کي د کندوز ولایت استازی شایسته باز ناصری وایي، امینتي مسوولین باید د امنیت د خوندي کولو لپاره خپل عملیات پراخ کړي.

د هېواد لوړ پوړي امینتي مسوولینو په داسی حال کي دې ولایت ته سفرکړی، چي د کال له پیل څخه تراوسه وسلوالو طالبانو دوه ځله د کندوز ولایت پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي او د سیمې خلک له خپلو کورنو بې ځایه شوي دي.

Trending

Exit mobile version