تازه خبرونه

د ننګرهار ولایتي شورا ځینې غړي په میاشتوـ میاشتو شورا ته نه حاضریږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایتي شورا دمګړۍ ۱۵ نرینه او درې ښځینه فعال غړي لري؛ خو په اتلس وکیلانو کې ډېرکله د شورا انګړ تش وي.

نن لسګونه کسان د غصب په غبرګون کې ولایتي شورا ته د احتجاج په ډول راغلي؛ دلته یې کړۍ ورځ وکیلانو ته په انتظار کې تېره کړه، خوڅوک یې پيدا نه کړل.

قومي مشر شاه زمان  وايي؛ داسې استازي هم شته، چې په درې  میاشتو کې هم شورا ته نه حاضریږي.

د امید آباد جامع جومات امام  رفیع الله وایي، د وکیلانو عیرې حاضرۍ خلک سخت خوابدي کړي دي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تائیدوي، چې ډېر کله ولسي استازي په شورا کې نه وي؛ خو په ډاګه کوي، چې دوی په دې اړه څه نه شي کولی.

د ولایتي شورا مرسیتال لال محمد دُرانی  هم مني، چې ځینې استازي شورا ته نه راځي؛ خو وایي، چې علت یې د شورا د رییس ناقاونه کړنې دي.

په ننګرهار کې د آریانا نیوز خبریال رحمت الله زیارمل پوره دوه ورځې پرلپسې هڅه وکړه، چې په دې تړاو د شورا د رییس احمدعلي حضرت نظر واخلي؛ خو هغه په دې اړه له څه ویلو ډه ډه وکړه.

 د شورا منشي هم په شورا کې لیدل شوی نه دی.

د ننګرهار د ولایتي شورا د درېیمې دورې ډېر غړي  ځوانان او د پخوانیو جهادي قومندانو د کورنیو غړي او یا هم په ملي شورا کې د ځینواستازیو اولادونه دي، چې پېر یې له مخکینیو خراب دی.

خبریال :رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version