تازه خبرونه
د ننګرهار په هسکه مېنه کې د فاتحې مراسم بمبارد شوي
دوی په ډاګه کړې، چې د امریکا جنګي الوتکو د یکشنبې پر ورځ(د زمري لومړۍ) غرمه مهال د هسکې مېنې ولسوالۍ په میاجي سیمه کې د فاتحې پر مراسیمو برید کړی.
د میاجي صیب استوګن ولاجان شینواری وايي، په بمبارد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پېنځلس ملکي وګړي وژل شوي او اته نورټپیان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته، چې دمګړۍ د جلال آباد په مرکزي روغتون کې بستر دي.
د برید موخه په سیمه کې د داعش جنګیالي ښودل شوي.
د ولسي جرګې غړی عصمت الله شینواری مني، چې د فاتحې مراسیمو ته یو شمېرجنګیالي ورغلي وه؛ خو امریکا باید د ولسي خلکو په خاطر د فاتحې پر مراسم بمبارد نوای کړی.
کوچنۍ سایمه، چې په بمبارد ټپي شوې وايي، د بمبارد په سیمه کې داعشیان نه وه او یوازې د خلکوکورونه بمبارد شوي دي.
د ننګرهار ولایت سرپرست ویاند نوراحمد حبیبي وايي، په دې بمبارد کې د داعش څلویښت جنګیالي او اته ملکي وګړي وژل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې، تازه د هسکې مینې په ګورګرۍ، پاپين، اووغز، میاجي صیب او ځینو نورو سیمو کې افغان او بهرنیو ځواکونو د داعش ضد عملیات پيل کړي، چې کاله وړاندې هم امریکايي چورلکود هسکې مینې په ګورګرۍ سیمه کې د واده مراسیم بمبار کړي وه او لسګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل ول.
خبریال: رحمت الله زیارمل