تازه خبرونه
د ننګرهار په خوږیاڼو کې چاودنې یو قومی مشر وژلی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
نن سهار اته بجې د خوږیاڼو ولسوالی په بر ارچ سیمه کې د قومي مشر ملک شیرین آغا پر موتر چاودنه رامنځته شوې ده.
د خوږیاڼو ولسوال سبحان الله په ډاګه کړې، چې په چاودنه کې قومي مشر ملک شیرین آغا وژل شوی او دوه وروڼه یې ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، چې ټپیان د جلال آباد روغتون ته لیږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار ولایت دغه ولسوالي له تېر ۱۶ کلونو ناامنه ده او له څه وخت راهیسې په کې ورته هدفي وژنې روانې دي.