تازه خبرونه

د ننګرهار امنیه قومندانۍ مخې ته یو ۲۵ کلن ځوان وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار ولایت کې امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د ننګرهار امنیه قومندانۍ مخې ته یو پېنځه ویشت کلن ځوان ناپېژنده وسلوالو پر ډزو وژلی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، دوه موتر سیکل سپرو امنیه قومندانۍ ته څیرمه پر یوه ځوان ډزې کړي او وژلی یې دی.

هغه زیاتوي، قاتلین پر تېښته بریالی شوي؛ خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

په ننګرهار کې هدفي وژنو خلک سخت اندېښمن کړي.

د یوه بل خبرله مخې د جلال آباد ښار د پېنځمې ناحیې په اړوند سیمه کې یو شل کلن ځوان غوښتل، چې د واترپمپ بکس او لین غلا کړي، چې له کبله یې برق نیولی او مړ شوی دی.

د والي ویاند وايي د مړ شوي کس په لاس کې لین او پلاس و او د نورو څېړنو لپاره عدلي طب ته لیږدول شوی دی. 

Trending

Exit mobile version