تازه خبرونه
د ننګرهار د بهسودو د حلقوي سړک په پوسته کې دوه پولیس وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د حلقوي سړک د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه تېرماښام پر پولیسو ناپېژنده موترسیکل سپرو ډزې کړي.
د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، په پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او د پولیسو وسلې هم وسلوالو له ځان سره وړي.
تراوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه دی اخستی.