تازه خبرونه
د هېواد د لوړو زدکړو سیستم بنسټیز تحول ته اړتیا لري
ولسمشر غني وایي، د هېواد د لوړو زدکړو سیستم د اړتیاوو ځواب ویونکی نه دی او بنسټیز تحول ته اړتیا لري.
د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ تحصیلي کال د لوړو زدکړو د پیل په مراسمو کې ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د لوړو زدکړو سیستم معیاري نه دی.
د نوموړي په وینا؛ د لوړو زدکړو هغه سیستم ، چې مونږ ته په میراث پاتې دي د نوي نسل اقتصادي او سیاسي غوښتنو ته ځواب نشي ویلی.
ولسمشر غني ویلي، چې پوهنتونونه د سیاست ځای نه دی او په ښوونیزو بنسټونو کې باید له نفاق اچولو مخنیوی وشي.
ولسمشر په دې مراسمو کې د افغانستان مهمو مسایلو ته هم نغوته(اشاره) وکړه او وایي، افغانستان د خپلو اوبو د مدیریت وړتیا لري او هیڅوک خنډ کیدای نه شي.
د لوړو زدکړو وزارت سرپرست عبدالطیف روښان هم د هېواد په پوهنتونونو کې پر یو لړ ستونزو اندېښنه ښيي او پر سمونونو ټینګار کوي.
د کابل پوهنتون رییس حمیدالله فاروقي په پوهنتونونو کې له یو ډول سیاست چلولو خبره کوي او وایي، ځانګړیو کړیو او سیاست ځپلو کسانو مداخلې نورې د زغم وړ نه دي.
ولسمشر غني په داسې حال کې د هېواد د لوړو زدکړو پر سیستم نیوکې کوي، چې د پوهنتون د ځینو استادانو په باور، د محصلانو په شمېر کې زیاتوالي د درس کیفیت ټیټ کړی او دا مهال له ظرفیت زیات محصلان پوهنتونونو ته ورپېژندل شوي دي.