تازه خبرونه

د هېواد ځینې صادر شوي توکي له نړیوالو بازارونو بېرته راګرځول کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ځيني محصولات د ټیټ کیفیت له مخې له نړیوالو بازارونو بېرته هېواد ته را ګرزځول کیږي.

د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله ډېر شوي؛ خو د ټيټ کیفیت له کبله ځيني وخت صادر شوي توکي بېرته را ګرځول کیږي.

د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي رييس عتیق الله نصرت وايي، چې سږ کال ۱۴۱ زره ټنه توکي صادر شوي دي. په داسې حال کې، چې تېر کال ټول صادر شوي مالونه یو سلو یو څلوېښتو ټن ته رسیدل.

که څه هم په کور د ننه د کرنیزو محصولاتو د زیرمه کولو لپاره د کرنې وزارت په ځينو ولایتونو کې سړې خونې هم جوړې کړي؛ خو د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې جوړې شوې سړې خونې معیاري نه دي.

ښاغلی عتیق الله نصرت زیاتوي؛ په بسته بندۍ کې ستونزې، ټيټ کیفیت او په بهر کې د سوداګرو د استازي نشتوالي افغان سوداګر له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی دغه راز وايي، چې په کور د ننه د سبزیو او میوو لپاره جوړې شوې سړې خونې معیاري نه دي، نو؛ ځکه په ژمي کې افغان بازار له پاکستان څخه صادراتو ته اړ وي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال فیروز خان سعیدي بیا ډاډ ورکوي، چې د صادراتي ستراتیژۍ په عملي کیدو به افغان صادرات ډېر شي او په مخ کې پرتې ستونزې به هم حل شي.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې دوه زره اووه اتیا سړې خونې جوړې شوي، چې دري شپېته زره ټنه طرفیت لري. په دغو سړو خونو کې میوې، کچالو، پیاز او رومي بانجان ساتل کیږي.

Trending

Exit mobile version