تازه خبرونه

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې۲۲ وسلوال وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ له دوه ورځو را په دیخوا د داعش، وسلوالو طالبانو او القاعده شبکې پروړاندې په پیل شويو عملیاتو کې ۲۲ وسلوال وژل شوي دي.

په ننګرهار کی د افغانستان کوماندوځواکونو له تېرو دوه ورځو راهیسې د اچین ولسوالۍ په اسدخېلو، بهلول او وچ کوټ سیمو کی پوځي عملیات پیل کړي دي.

د کوماندو ځواکونو د اتم کنډک ټولی قومندان احمد جاوید وايي، په دې عملیاتو کې له تېرو څلیریشت ساعتونو راپدیخوا ۲۲ وسلوال وژل شوي او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

هغه زیاته کړې، چې یوازې داعش نه، بلکي وسلوال طالبان هم د دوی پروړاندې جنګیږي.

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ چاڼیز عملیات په داسي وخت کې روان دي، چې د تېرو دوه اوونیو راهیسې د خوږیاڼو ولسوالی په وزیرو سیمه کې د وسلوالو طالبانو او داعش ترمنځ نښتو زور اخیستی او تر دې دمه ترې ۵ زره کورنۍ کډه شوې دي.

Trending

Exit mobile version