تازه خبرونه
د ننګرهار ولایت د لغمان په اډه کې چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننگرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار د لغمان اډې په یوه لښتي کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکیو توکو چاودنه کړې، چې په کې دوه عام وګړي ټپیان شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی د پېښې رامنځته کیدل منلي او وایي، چې د چاودنې موخه د سیمې امنیتي پوسته وه ؛ خو پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په پېښه کې دوه عام وګړي ټپیان شوي دي.
د عامې روغتیا ریاست په ډاګه کړې، چې روغتون ته دوه کسان د پېښې له ځایه وروړل شوي، چې روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.
خبریال رحمت الله زیارمل