تازه خبرونه

د هېواد په شمال کې له داعش ځپونکيو عملیاتو خبر ورکړشو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په شمال کې د داعش ځپونکیو عملیاتو له پیلولو خبر ورکړ او څرګندوي، چې د ننګرهار د خوږیاڼو په څير به داعش په شمال کې هم وځپل شي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د هېواد په شمال کې د داعشیانو پر ځپلو غږیږيدلی او وایي؛ په فاریاب، جوزجان او نورو سیمو کې، چې ترهګر هڅې کوي د پوځي عملیاتو د پیلولو پلان لرو.  

د جوزجان ولایت سیمه ییز مسوولین وایي؛ په دغه ولایت کې له داعش سره فرانسوي او الجزایري جګړه مار هم یو ځای شوي دي.

د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوري وایي؛ فرانسوي، الجزایري، ترکمني، تاجکي او چیچنیایي داعشیان د دغه ولایت په درزاب او قوشتیپه ولسوالیو کې د وسلوالو د روزنې مسوولیت لري.

د نوموړي په وینا؛ د دې ډلې شتوالی د دې لامل شوی، چې ښوونځي تړلي پاتې شي او د شبرغان او یادو ولسوالیو لار د تګ راتګ لپاره تړلې وي.

د بهرنیو داعشیانو شمېر په یادو ولسوالیو کې له ۴۰ ډېر دی، چې ډېر یې ازبکستانيان او د دوه ښځو او یو نرینه په ګډون درې کسه فرانسويان دي.

د دغو کسانو ځای پر ځای کیدلو پوښتنې راپورته کړي؛ خو اصلي خبره داده، چې په دې ولایت کې ځمکنۍ سرچینې به یې شمېر نور هم ډېر کړي.

سیاسي کارپوه غفور جاوید وایي، چې ترهګرو له دوه کلونو راهیسې شمال ناامنه کړی او طبیعي سرچینې د پوځي موخو لپاره کاروي.

په جوزجان ولایت کې د داعش هڅو د درزاب او قوشتیپې اوسیدونکي له ستونزو سره مخ کړي او لسګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ شوې دي.

 له دې مخکې داسې ګزارشونه خپاره شوي وه، چې داعشیانو په جوزجان ولایت کې پاخه مرکزونه جوړ کړي او ماشومانو ته پوځي روزنه ور کوي.

Trending

Exit mobile version