تازه خبرونه
د ننګرهارد بټي کوټ ولسوال اسدالله غالب په یوه چاودنه کې ټپی شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
چارواکي وایي، چې نن سهار د ننګرهارد بټي کوټ ولسوال اسدالله غالب، امنیه قوماندان او د ملي امنیت د سرک غاړې په بمي چاودنه کې ټپی شو.
چاودنه نن سهار د بټی کوټ ولسوالي په جانی خیلو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار والي ویاند عطالله خوږیانی وايي، د سړک غاړې په دې چاودنه کې ولسوال اسدالله غالب او درې نور د ولسوالۍ کارکوونکي ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، تراوسه د دغو درې کارکوونکیو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
ټپیان ټول د جلال آباد سیمه ییز روغتون ته لیږدول شوي، چې د ځینو یې حالت د اندېښنې وړ دی.
د چاودنې مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستې دی.