تازه خبرونه

د ننګرهار ولایت په مرکز کې یو ځانمرګی وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې تېر ماښام یو ځانمرګی برید کوونکی موخې ته له رسیدو مخکې وژل شوی دی.

د ننګرهار والي ویاند عطالله خوږیاڼي رسنیو ته په ډاګه کړې، چې تېره شپه د جلال آباد ښار د ۶ ناحیې د فامیلیو په اړوند سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر، چې چاودیدونکي توکي یې له ځان سره ښار ته لیږدول؛ د مخکینیو معلوماتو له مخې له پېژندلو وروسته ځان ته چاودنه ورکړې، چې په کې دی او یو بل مغفور نومي لاروی ووژل شول.

نوموړي زیاته کړې، چې د استخباراتو د څرګندونو له مخې بریګر رفیع الله نومیده او د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکی و.

ویل کیږي، چې غوښتل يې، چې د جلال آباد ښار په ګڼه ګوڼه کې ځانمرګی بريد وکړي؛ خو موخې ته ونه رسيده.

Trending

Exit mobile version