تازه خبرونه

د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته تر سره کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ( د مرغومي ۲۹) د افغانستان د امنیتي او پراختیایي چارو په اړه ځانګړې ناسته جوړوي. دغه ناسته د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه جوړیږي او ټاکل شوې د افغانستان استازی هم په کې ګډون ولري.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس څرګنده کړې، چې مونږ په نیویارک کې سبا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د خبرو اترو دوام ته منتظر یو. زما په نظر دا بل فرصت دی، چې حکومتونه په روانو چارو زیات پوه شي او دا، چې محتاطانه فکر وکړي، چې څرنګه کولی شي د سولې پروسې کې بریالی ګډون ولري.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وایي، چې د افغانستان په امنیتي وضعیت کې بدلون له دې سره تړلی، چې د پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه بند شي او دا ځل کابل د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي ته په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو او د ترهګرو د تمویل او تجهیز په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړي دي.

ویل کیږي، چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د جمعې ورځې په ناسته کې به پر هغو لارو خبرې وشي، چې د هېواد په امنیتي وضعیت کې پراخوالی رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version