تازه خبرونه

د ننګرهار کانال خصوصي سکتور ته سپارل کېږي- درانی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار ولایت کې چارواکو په ډاګه کړې، چې د حکومتي پرېکړې له مخې د ننګرهار کانال خصوصي سکتور ته سپارل کېږي؛ خو خلک اندېښمن دي، چې د قراردادونو په بهانه د تېر په څېر د کانال پاتې ځمکې غصب نشي.

د ننګرهار کانال زرګونه جریبه ځمکه لري، چې په لږ برخه کې یې حکومت د نارنجو، مالټو، او زیتونو باغونه جوړ کړي او پر ډېره برخه کرکیله روانه ده.

د کرنې او مالدارې وزیر نصیراحمد درانی  وايي؛ د کانال د آبادۍ او د کرنې د ښه کیدو په موخه مو پرېکړه کړې، چې کانال خصوصي سکتور ته وسپارل شي.

قومي مشر اسرائیل خان  په دې اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، په تېر کې ځينو شرکتونو ته د کانال ځمکې د بېلابېلو هڅو د تر سره کولو لپاره قراردادیانو ته ورکړ شوې وي؛ خو هغوی په کې ښارګوټي جوړکړل.

مدني فعال شکیل احمد وېره لري، چې په دې نوم به د فساد او جوجاړیو په پایله کې د کانال پاتې ځمکې او شتمنۍ هم غصب شي.

د ننګرهار ولایتي شورا غړی اجمل عمر هم دې پرېکړې اندېښمن کړی او وايي، اقتصادي مافیا د کانال د لاندې کولو په هڅه کې ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وايي، که دقت ونه شي، کانال به د فاسِدو چارواکو او زوراکو د ګټو قرباني شي.

د رسمي څرګندونو له مخې؛ د کانال پېنځه زره جریبه ځمکه غصب شوې، چې لویه برخه یې قراراداي ځمکې دي.

پخوا په کانال کې اته زره کسانو کارکاوه، خو اوس په کې ۴۰۰ کسه کار کوي.  

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version