تازه خبرونه

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په عملیاتو کې لس کسان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د هِدیه خېلو او مندرخېلو اوسیدونکي وایي، چې د شنبې شپې په شپنیوعملیاتو کې لس ولسي وګړي وژل شوي.

د اړوند سیمې خلکو په ډاګه کړې، چې تېره شپه په ماڼو، ګراتک او مندرخېلو کلیو کې د ګډو عملیاتو  پر مهال لس هغه ملکیان وژل شوي، چې اوبه یې لګولې وې.

ځايي خلکو د وژل شویو کسانو جنازې پر اوږه کړي او په غبرګون کې یې د ولسوالۍ مخې ته اعتراضي لاریون پیل کړی دی.

لاریون کوونکي ویلي؛ د ولسوالۍ مخې ته د سیمه ییزو پولیسو د ډزو په پایله کې د اعتراض کوونکیو دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ځايي خلک زیاتوي، سرتېرو څو کسه له ځان سره هم بیولي دي.

د ننګرهار ولایتي شورا غړی عبیدالله شینواری هم تائيدوي، چې وژل شوي کسان عام وګړي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی هم په یاده سیمه کې د عملیاتو او په کې له مرګ و ژوبلې پخلی کړی؛ خو وايي، په دې عملیاتو کې، چې موخه یې د وسلوالو له منځه وړل ول یو شمېر کسانو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې، چې هویت یی تراوسه نه دی روښانه شوی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

تراوسه وسلوالو مخالفینو  او د ننګرهار امنیتي چارواکو د چپرهار د بېګانۍ پېښې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځايي خلکو د چپرهار ـ جلال آباد لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکي د مخالفینو د ځپلو لپاره شپني عملیات ښه بولي؛ خو د هدف پر دقیق کولو ټینګار کوي.  

چپرهارد ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې تراوسه یې پر ځینو سیمو داعشیان واکمني کوي او زرګونه کورنۍ یې نورو سیمو ته کډه شوې دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل.  

Trending

Exit mobile version