تازه خبرونه
د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په اړوند سیمه کې چاودن شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د اطفائې کوڅې ته څېرمه نن ماښام چاودنه شوې ده.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي؛ په همدې سیمه کې د بوټو او نیالګیو یو تن کاروباري قاري صداقت کله ،چې کور ته روان و، په کرولا موتر کې یې چاودنه شوې ده.
نوموړی زیاتوي، ممکن دا چاودنه د نښلول شوي مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې وي.
په پېښه کې قاري صداقت وژل شوی او یو بل ټپي دی.
تر اوسه د دې پېېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستې.