سیمه ییز خبرونه

د ننګرهار په سپین غر کرکت لوبغالي کې ۵۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار په سپین غر کرکت لوبغالي کې درې پرله پسې چاودنو اته تنه وژلي او پېنځه څلوېښت نور ټپيان دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د څرګندونو له مخې؛ د ننگرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند بهسودو پله ته څېرمه د سپین غر کرکت په لوبغالي کې تېره شپه ۱۱ بجې او شل دقیقې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکیو توکو په درې پرلپسې چاودنو کې ۸ تنه شهیدان شوي او ۴۵ نور ټپیان دي، چې اته ټپيان له درملنې وروسته کورونو ته لیږل شوي او پاتې ۳۷ یې تر درملنې لاندي دي.

مسوولین وايي، په دې چاودنه کې د وطن پاله ځوانانو د ټولنې مشر هدایت الله زهیر، د لغمان د ښاروالۍ مرستیال داکتر نیکمل او پېنځه نور مدني فعالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د مدني فعالانو د همغږۍ د شورا مشر لطیف واحدي، د ملي یوالي ټولنې مشر عبدالرحمان، درې تنه سیمه ییز خبریالان او ګڼ مدني فعالان ټپیان شوي دي.  

د پيښې عیني شاهدان وايي، د برید موخه د کرکت لوبغاړي، مدني فعالان، خبریالان او نندارچیان ول.

د ننګرهار امنیه قومندان جنرال رحیمي ويلي، د دې سیالیو په تړاو ورسره همغږي نه وه شوې.

د مدني ټولنو د همغږۍ د شورا مشر، چې خپله هم ټپي دی وايي، چې په دې اړه یې خپله له قومندان سره ناسته کړې وه.

د دې لوبو نندارې ته د کرکت د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم بلل شوي وه.

د کرکت ملی لوبډلې یو تن لوبغاړی، چې خپله د پېښې عیني شاهد دی وايي، چې ډا ډول پېښې د ځوان نسل د سپورت نړۍ بربادوي.

وسلوالو طالبانو په دې پېښه کې  لاس لرل رد کړي او پېښه یې غندلې ده.

تراوسه کومې بلې وسلوالې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا پېښه د رمضان کپ د سالیو د لوبو په ډګر کې رامنځته شوې ده، چې له درې ورځو راپدیخوا په کې لوبې روانې وې. داسیالي هرکال د رمضان المبارک په میاشت کې پیلیږي او په ډېره ښه توګه په کې لوبغالي پخپل ګډون لوبې ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د ننګرهار پر مستوفیت په ډله ییز برید کې لس تته وژل شوي او پنځوس نور ټپيان ول، چې ډېر یې اوس هم په روغتون کې بستر دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version