تازه خبرونه
د ننګرهار د ملکیار هوتک لیسې له درې چپړاسیانو سرونه پرې شوي
د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې تېره شپه په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسلوالو د ملکیار هوتک لیسه سوځولې او د لیسې له درې چپړاسیانو(ملازمانو) یې سرونه پرې کړي دي.
د یادې ولسوالۍ د پوهنې مدیر ثابت الرحمن رسنیو ته څرګنده کړې، چې پېښه تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ د کږې د روښانکوټ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې، ناڅرګند وسلوال د ملکیار هوتک لیسې ته ورغلي، د لیسې ادارې او تخنیکي خونې ته یې اور ورته کړی او له درې چپړاسیانو عزت الله، محمد قربان او د شېرمحمد له زویه یې سرونه پرې کړې دي.
د سیمي اوسیدونکی عمران وایي، چې شېرمحمد نومی چپړاسي تېره شپه دندې ته نه و تلی او پر ځای یې خپل زوی لیسې ته لیږلی و.
دغه لیسه د خوږیاڼو ولسوالۍ د مرکز کږه په زاړه ښار کې پرته ده.
د سیمي د خلکو په وینا؛ وسلوالو کسانو د لیسې د ادارې او تخنیکي خونې د سوځولو ترڅنګ ټولګیو ته هم اور اچولی، چې تر سهاره یې د اور لمبې پورته کیدلې.
د پېښې پړه تر دې دمه چا نه ده منلي؛ خو په ننګرهار کې داعشي ډله اکثره وخت دا ډول کارونه ترسره کوي او څه موده وړاندې یې د ننګرهار اړوند لیسو ته هم ګواښ کړی و، چې له کبله یې ان په جلال آباد ښار کې دننه هم د نجونو لیسې وتړل شوې.
پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې په دې ولایت کې د داعش اړوند یو قومندان هم تېره ورځ وژل شوی و او نن سهار افغان ولسمشر د دغه ولایت د امنیتي او سیاسي حالاتو د ارزونې لپاره دغه ولایت ته سفر کړی او د یوروغتیایي زربستریز روغتون ډبره یې کیښوده.