تازه خبرونه

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې ۱۷کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت چارواکو په ډاګه کړې، چې تېره شپه د دغه ولایت د چپريهار ولسوالۍ د چينو په کلي کې افغان ځانګړیو ځواکونو هوايي او ځمنکي عمليات کړي، چې په کې نهه تنه وژل شوي او د یوې ښځې او ماشومې په ګډون ۸ تنه نور ټپيان دي.

محمد آصف ځايي استوګن او عیني شاهد وايي، په وژل شویو کې د چپریهار د سیمه ایزو پولیسو قومندان زورو او دهغه دوه ځامن شامل دي. په ټپيانو کې د همدې  کورنۍ یوه میرمن او یوماشوم هم دي.

ځايي خلک وايي، مړي اوټپيان د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلیم یار د کورنۍ غړي او خپلوان دي.

خان محمد دولتزی ځايي استوګن او عینی شاهد وايي، سیمه ییزو پولیسو په ناپېژندنګلوۍ کې پرځانګړیو سرتېرو ډزې وکړې. له دې سره  کلیوالو فکر وکړ، چې وسلوالو پرسیمه ییزو پولیسو برید کړی؛ ځکه له وسلو سره له کورنو راووتل؛ خو د ځانګړیو ځواکونو سرتېري ګوته په ماشه ناست ول او پرهغو کلیوالو یې ډزې وکړې، چې وسلې ورسره وې.

یوه سرچینه، چې نه غواړي نوم یې واخستل شي وايي، د عملیاتو موخه د داعش دوه مهم غړي وه؛ خو موخې ته له نږدې کیدو سره سم سیمه ییزو پولیسو پر ځانګړیو سرتېرو ډزې کړي او نښته شوې، چې له کبله یې نهه ځايي کسان وژل شوي او اته ټپيان دي.

خپلواکې سرچینې دا خبره نه تائیدوي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، د عملیاتو موخه په سیمه کې داعشیان وه؛ خو په ناپامۍ کې ځايي خلک او سیمه ییز پولیس وژل شوي او  ژوبل دي.

د پيښې د څېړنې لپاره یو لوړ پوړی پلاوی ټاکل شوی اومسوولین وايي، پایلې به ژر له خلکو سره شریکې شي.

دوه میاشتې وړاندې هم په همدې سیمه کې پر یوه ورته پېښه کې ملکي خلک وژل شوي او ژوبل ول.  

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version