تازه خبرونه

د ننګرهار په مارکو بازار کې ۱۲۵بورۍ امونيم نايتريت نيول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په ننګرهار ولایت کې د دغه وزارت اړوند پولیسو ۶۲۵۰ کیلو ګرام امونیم نایتریت، چې جلال آپاد ښار ته لیږدیدل نیولي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مواد له پاکستان څخه د راستنیدونو کډوالو د کور په کاليو کې په ډېر مهارت ځای پر ځای شوي وه او غوښتل يې، چې جلال آباد ښار ته يې د تخريبي کړنو په موخه وليږدوي.

 خبرپاڼه زیاتوي، له دغو موادو سره د عصمت الله په نوم يو تن هم نيول شوی او په امنیه قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفترهم منلې، چې د ننګرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ د مارکوه بازار په اړوند سیمه کې پوليسو په يوه پاکستاني بس موتر کې  ۱۲۵ بورۍ، چې ټول ۶۲۵۰ کيلو ګرامه امونیم نایتریت کیږي نيولي دي.

امونیم نایتریت د سړک غاړې بمونو په جوړولو کې کارول کیږي، چې ویجاړوونکی ځواک یې له نورو توکو ډېر دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ يو شمېر داعش بریدګرو د دغه ولایت د ملي رادیو تلویزیون پر ودانۍ برید کړی و، چې په کې له لس ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

Trending

Exit mobile version