تازه خبرونه

د ننګرهار د طب او پوهنې پر ریاستونو په وسلوال برید کې ۱۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکو په ډاګه کړې، چې د ننګرهار د طب پوهنځي او پوهنې ریاست په وسلوال برید کې یو سرتېری وژل شوی او دولس ملکي وګړي ټپيان دي.

دمګړۍ په ننګرهار ولایت او جلال آباد ښار کې طالبان او داعش ډله بریدونه کوي؛ وسلوال طالبان ډېر کله نظامي ادارې په نښه کوي؛ خو داعش ډلې د حکومت عایداتي سرچینې او د زدکړو مرکزونه تر ډله ییزو بریدونو لاندې نیولي دي.

د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزی وایي، د طب پوهنځي په دروازه کې ولاړ یو پولیس وژل شوي او ۱۲ملکي وګړي ټپیان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دوه بریدګر پولیسو وژلي او یو ځانته چاودنه ورکړې ده.

دغه راز زیاتوي، چې له بریدګرو څخه یو میل راکیت، پېنځلس لاسي بمونه، درې کلاشنکوفه او دوه واسکتونه هم ترلاسه شوي.

د ننګرهار امنیه قومندان امنیه قومندان غلام سنايي ستانکزي دا هم په ډاګه کړې، چې په دې برید کې د طب پوهنځي محصلینو او د پوهنې ریاست کارکوونکیو او ودانیو ته زیان نه دی رسیدلی.

د ننګرهار د ملي امنیت لومړی مرستیال برید جنرال سیدنورحیدر ویلي، چې پر دغو دواړه ادارو د داعش د برید معالومات ورکړ شوي وه او امنیتي تدابیر هم نیول شوي وه.

عیني شاهدان وايي؛ کله، چې برید ګرو د طب پوهنځي په دروازه کې پر پولیس ډزې وکړې د زندان یوساتوونکي بریدګر پر نښه او ووېشته.

د ویلو ده، چې د داعش جنګیالیو تېره اوونۍ په جلال آباد ښار کې د زدکړو پر مرکزونو بریدونو کړي وه. همدا تېره اوونۍ د طب پوهنځي پر دیوالونو د خلافت زندباد شعارونه لیکل شوي وه.

د داعش جنګیاليو د روژې له اوونۍ مخکې د پوهنې د ریاست ترڅنګ پرمستوفیت ورته ډله ییز برید کړی و.

د چاودنې ځای ته د ننګرهار د پوهنې ریاست، د طب پوهنځی او مستوفیت نږدې او مخامخ د ننګرهار لوی زندان پراته دي .

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version