تازه خبرونه
د ننګرهار د غنی خېلو ولسوالی سرپرست په یوه برید کې ووژل شو
د ننګرهار دغني خېلو ولسوال له خپل یوه ساتوونکي سره په یو وسلوال برید کې وژل شوی او درې ملکي وګړي ټپیان دي.
په ننګرهار کې د اختر وروستۍ دوه ورځې د داعش د بریدونو له امله ډېرې خونړۍ وې؛ خو څلورمه ورځ د طالبانو پریوه داسې برید پیل شوه، چې د ننګرهار ټوله اداره یې د ویر پر ټغر کېنوله.
د ننګرهار والي وايي، طالبانو د مارکو په سیمه کې د یوه کمین په ترڅ کې د غنې خېلو وسلوال، د هغه یو ساتوونکی او یو ماشوم وژلي او درې ملکي وګړي یې ټپيان کړي دي.
ننګرهار والي حیات الله حیات پرطالبانو نیوکه وکړه، چې د افغان ولس پرضد یې بیا جګړې شروع کړي.
هغه وویل: طالبانو دا کار د دوی د بې دریغه مینې په بدل کې کړی دی. طالبان خپل کړي اوربند ته هم وفادر نه ول؛ خو حکومتي مسوولین د طالبانو له بدو پېښو سره سره کړي اوربند ته ژمن دي.
د ننګرهار یو شمېر ولسوالان وايي، د طالبانو د اوربند وخت د سې شنبې د شپې پر دولس بجو پای ته رسیدو؛ خو طالبانو له ټاکل شوي وخت وړاندې د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه وکړل او کړي اوربند ته وفادار پاتې نه شول.
د مومندرې ولسوال حضرت خان حاکسار وايي، طالبان د خپلې ارادې خاوندان نه دي.
حاجي سبحان الله شاوخوا له تېرو لس کالونو راپدیخوا د ننګرهار د ولایت په مقام کې د ولسوالیو د چارو د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله او درې اوونۍ وړاندې د غني خېلو د سرپرست ولسوال په توګه ټاکل شوی و.
د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو د درې ورځني اوربند له پای ته رسیدو سره سم په ۹ ولایتونو کې د دوی بریدونه بیا پیل شوي دي.
با پایان آتش بس سه روزه طالبان، این گروه حمله های شان بر 9 ولایت کشور از سر گرفتند.
د یاد برید مسوولیت تر دې دمه چا او یا کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
خبریال: رحمت الله زیارمل