تازه خبرونه

د هېواد د خپلواکۍ ۹۹ کلیزه ونمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني د آزادۍ پر څلي د خپلواکۍ د ورځې او دهغو شهیدانو د درناوي په ویاړ د ګلانو ګیډۍ کېښوده، چې د هېوادنۍ خپلواکۍ لپاره یې سرښندنه کړې ده.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر ورځ( د زمري ۲۸) د دفاع وزارت د ننه په هغو مراسمو کې ګډون وکړ، چې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم،  پخواني ولسمشر حامد کرزي، د شاه امان الله لور شاهدخت هندیې، د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق، دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کابینې وزیرانو او بهرنيو دیپلوماتانو ګډون کړی و.

د افغانستان پخواني پاچا غازي امان الله خان ۹۹ کاله وړاندې پر همدې ورځ له انګریزانو د خپلواکۍ اخیستو اعلان وکړ.

د سږ کال د خپلواکۍ نمانځلو مراسم هغسې نه وو لکه پخوا به، چې خلکو نمانځغونډې جوړولې؛ خو اوس د دغو لنډو نمانځلو دليل ناامني ښودل شوې ده.

لس کاله وړاندې کله، چې د مجاهدينو د بري د ورځې په نمانځغونډه بريد وشو او درې تنه په کې ووژل شول، د دغو غونډو نمانځل رالنډ شول.

له ننه پوره ٩۹ کلونه مخکې د افغانستان او بریتانوي ښکېلاک د استازیو تر درې پړاويزو خبرو اترو وروسته د افغانستان د خپلواکۍ لاسوند او سند په راولپینډۍ کې د افغانستان د هغه وخت د بهرنيو چارو د وزير محمود طرزي او برتانوي استازي دابس له خوا لاسليک شو.

له دې وروسته امان الله خان پاچا د پلازمېنې کابل خلک او حکومتي کارکوونکي عيد ګاه جومات ته ور وبلل او د افغانستان د خپلواکۍ زېرى يې پرې وکړ، ورسره جوخت بریتانیا هم د افغانستان خپلواکي په رسميت وپېژندله.

له کلونو کلونو راپدیخوا د زمري( اسد) ٢٨ نېټه د افغانستان په کليز کې عامه رخصتي وي، د جګړو له کلونو مخکې دا جشن په خورا ښو، زړه راکښونکیو او شاندارو مراسمو نمانځل کیده.

رسنيو او په ځانګړي ډول په فېسبوک کې افغان وګړیو د انځورونو، شعرونو او پيغامو په خپرولو دا ورځ د بلې هرې ورځې په پرتله په پراخه کچه نمانځلې او نمانځي.

Trending

Exit mobile version