تازه خبرونه
د ننګرهار ولایتي شورا د ټاکنو د تحریم ګواښ کړی
د ننګرهار ولایتي شورا له ټاکنیز نوملړه د جاوید زمان غمشریک ویستل ناعادلانه کار وبللو او خبرداری یې ورکړ، چې که له نوموړي سره عدالت ونشي او پر پلویانو یې د شوي برید څېړنه ترسره نشي؛ نو په دې ولایت کې به روانې پارلماني ټاکنې تحریم کړي.
د تېرې شنبې په ورځ د جلال آباد ښار په پېنځمه ناحیه کې د ټاکنو کمیسیون مخې ته د جاوید زمان غنشریک د پلویانو پر سوله ییز احتجاج ځانمرګی برید وشو، چې له کبله یې د نوموړي پېنځه پلویان ووژل شول او پېنځه ټپیان دي.
د دوشنبې پر ورځ د ولایتي شورا رهبرۍ په یوه خبرې ناسته کې دغه برید له ګڼو پوښتنو ډک وبللو.
د ولایتي شورا رييس وايي، د خیمې په امنیت ساتنه کې بې غوري شوې.
د ننګرهار ولایتي شورا رييس احمدعلي حضرت ویلي؛ د جاوید زمان پر پلویانو د شوي ځانمرګي برید د څېړنې لپاره دې پلاوي وټاکل شي او معالومه دې شي، چې ځانمرګی څه ډول د پولیسو له دوه تالاشیو تېر شو او د جاوید زمان غمشریک د پلویانو په شخصي تالاشۍ کې و پېژندل شو.
د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواري ویلي؛ ارګ د ننګرهاریانو وینې ته په سپکه ګوري، چې دا به د نظام لپاره بدې پایلې ولري.
د ننګرهار ولایتي شورا د دارالانشا مشرې حمیرا رفیع په ډاګه کړې، چې که حکومت په یوه کوچني ځای کې د احتجاج کوونکیو د یوې خیمې امنیت نشي ساتلی؛ په راتلوونکیو ټاکنو کې به د کمپاینونو او عامه پوهاوي غونډې څنګه خوندي کړي.
ولایتي شورا له ټاکنیز نوملړه د جاویدزمان ویستل ناعادلانه کار وبللو او خبرداری یې ورکړ، چې که له نوموړي سره عدالت ونشي او پر پلویانو یې د شوي برید بشپړه څېړنه تر سره نشي؛ نو په دې ولایت کې به پارلماني ټاکنې تحریم کړي.
خبریال: رحمت الله زیارمل