تازه خبرونه
د ننګرهار د دربابا پر ولسوال او امنيه قومندان ماين چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار والي وياند څرګنده کړې، چې سهار شاوخوا نهه بجې د دوربابا د ولسوالۍ د ګړوکو په سيمه کې د ولسوال هميشه ګل مسلم او امنيه قومندان نواب خان پر موتر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې له کبله یې ولسوال او امنيه قومندان ټپيان دي.
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى زیاتوي؛ پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې ولسوال او امنيه قومندان په ياده سيمه کې پر ګزمه بوخت ول.
خوږياڼى دا هم ویلي، چې ټپیان د ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي وضعيت یې د ډاډ وړ دى.